هغه شپې او هغه شیبې
شاعر: عنایت الله پویان شاعر: عنایت الله پویان

.

له هغو شپو- هغو شیبو څخه کلونه تیر دي

چې مونږ بایانو ته نږدې- د تیلانچي کلي کې

د لوګریانو د کلا په نامه کور درلوده

ما او زما خور چې ګل خانم نومیده

د خپلې نیا او خپلې مور تر څنګه

د  ژوندانه خوږې ترخې زغملې

د  ژمي شپو کې به مونږ ناست وو

او انا  به  راته

د کوه قاف د دیو کیسې کولې

خو زه  نا پوه ماشوم  ؤم

د انا واړه د دیوانو او پریانو کیسې

راته  د  دروغو افسانې ښکاریدې

پر ما کلونه تیر شول

ما د عمل میدان کې

د خپل وطن د کوه غرونو کې

د القاعده او د طالب او مجاهد په نامه

وحشي دیوان ؤلیدل

چې ښاپیریان يې په پنجرو کې ساتل

ما د ځانمرګو د وحشت تورې تیارې ؤلیدې

ما تورې شپې ؤلیدې

ما زنځیرونه او تنبې ؤلیدې

 

یادونه: دغه شعر شعر نه دی، دا یوه کیسه ده، دا یو تریخ حقیقت دی خو د شعر په فورم کې لیکل شوې دی ، دا زمونږ د مظلومو خلکو د ژوند تریخ داستان او لویه غمیزه ده ، کاشکې مې بوډۍ مور او زړه  نیا ژوندۍ وای او ما ورته ویلی وای، ستاسود کوه قاف د غرونود  دیوانو کیسې ریښتیا کیسې وې- مونږ د اسلام او مسلمان په جامو کې د القاعده- مجاهد- او طالب په نامه د پردو استخباراتي شبکو د وحشي ځناورو تورې څیرې ؤلیدې چې د انسانیت او سړي توب له ګوڅې تیر شوي نه دی- د دغو وحشیانود بریدونو له لاسه ګڼ شمیر ماشومان د شینکي آسمان د لاندې د لوږې او کړاو او بد مرغۍ شپې او ورڅې تیروي ځکه د ماشومانو پلرونه د ځانمرګو کافرانو په بریدونو کې وژل شوې دي  او څوک نشته چې په یتیمانو ماشومان ل زړه سوی ؤکړي او وحشي طالب او وحشي مجاهد او وحشي اقاعدي غړي ته ؤ وایی: د خدای په لحاظ د خوارو یتیمانو چیغې واورئ اوځانمرګي بریدونه بند کړئ او د خدای(ج) هدایت ته غوږ ؤ نیسئ-

 له هالند څخه ستاسو سپین ږیری اکا متقاعد ډګروال عنایت الله پویان

 

 

 


October 7th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان